د اروبايي شورا رئيس ټسک له غونډې وروسته يوه خبري ناسته کې ګډون کړی
د سين هوااژانس د خبر له مخې: اروپايي ټولنې د اپريل په ٢٩مه نېټه د بريتانيي نه پر ته د ٢٧ غړيو سرمشريزه غونډه تر سره کړه چې له دغې ټولنې څخه د بريتانيي د وتلو په هکله د خبرو اترو په اړه بحثونه کړي دي. د اروپا د شورا رئيس ډونلډ ټسک وويل چې د ٢٧ هېوادونو مشرانو خپل اتحاد ساتلی او سمدستی يې د لارښوونې د لايحې سند تصويب کړ. هغه وويل اروپايي ټولنه به د پړاو په پړاو خبرې اترې تر سره کړي چې په راتلونکې کې د اروپايي ټولنې او بريتانيي تر منځ د اړيکو په هکله له سلامشورو مخکې دې دواړه خواوې د خلکو د حقوقو، مالي چارو او د سرحدی کرښې په شمول د مسئلو په هکله خبرې اترې پرمختګ ومومي.
ژباړونکې:ډيوه
د اروپايي شورا رئيس ټسک او د اروپايي کميسيون رئيس جنکير په خبري ناسته کې د وينا په ترڅ کې
د اروپايي شورا رئيس ټسک او د اروپايي کميسيون رئيس جنګیر په خبري ناسته کې د وينا په ترڅ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |