CRI Online

د جنوبي کوريا په سيول کې د ساد ضد يوه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-30 17:20:41

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنوبي کوريا خلکو د اپريل په ٢٩مه نېټه په سيول کې د ګوانګ هوامون په ډګر کې د ساد د توغنديو ضد سيستم د ځای پر ځای کولو پر خلاف د ډيوو په بلولو سره يوه غونډه تر سره کړه او غوښتنه يې وکړه چې سياسي تېروتنې ليرې کړي.

د خبر له مخې څه دپاسه ٥٠ زرو تنو په دغه غونډه کې ګډون کړی و او دوی د ساد د ليري کولو او موږ ته سولې د بير ته راکولو په شمول نارې غږولې او پر ډګر باندې داسي نښې هر ځای تر سترګو کېږي چې ناقانونه تهاد بی اغيزمن دی او سمدستي دې ساد توغونديو سيستم له دې ځای ليري شي چې دا د سولې لپاره زيانمن دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای