د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د اپريل په ٣٠مه نېټه وويل، چې په ٢٠١٤ کال کې د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ د پوځي عملياتو له پيل راهيسې لږ تر لږه ٣٥٢ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
د امريکا د دفاع وزارت په همدې ورځ د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې د ٢٠١٤ کال له اګست څخه د ٢٠١٧ کال تر مارچ پورې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد په عراق او سوريه کې له شل زرو نه زيات بريدونه کړي چې له امله يې لږ تر لږه ٣٥٢ تنه عام وګړي وژل شوي دي. د دې راپور سره سم، ٤٥ ملکيان د تېر کال له نومبر څخه د روان کال تر مارچ پورې بريدونو کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې نوموړی نړيوال اتحاد د سږ کال د مارچ په ١٧مه نېټه د عراق پر موصل د يو هوايي بريد په شمول د نورو ٤٢ عملياتو د پلټنې په هڅه کې دی چې ښايي پکې د عامو خلکو مرګ ژوبله رامنځته شوې وې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |