د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وياند د اپريل په ٣٠مه نېټه وويل، چې پوليسو څو ورځې مخکې د هېواد په دوهم لوي ښار جيده کې٤٦ شکمن کسان ونيول چې دغه کسان پر مدينې او جيده ښارونو د تېر کال په ترهګريزو بريدونو کې پر ګډون تورن بلل کيږي.
د نوموړي په قول، په نيول شويو کسانو کې ٣٢ تنه د سعودي عربستان اتباع دي او نور پاتې يې له پاکستان، يمن، افغانستان، مصر، اردن او سوډان اتباع دي. پوليسو د نيول شويو کسانو په استوګنځايونو کې ګڼ شمېر مرمۍ او پيسې هم پيدا کړې. په دې اړه نورې اړوندې پلټنې روانې دي.
د تېر کال په جولای کې د مدينې په ښار کې يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ٢ پوليس او ٣ بريدګر ووژل شول. په همدې مياشت کې په جيده کې د امريکا قونسلګرۍ ته نژدې يو ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ٢ پوليس ټپيان شول.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |