د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځي ادارې د اپريل په ٣٠مه نېټه وويل، چې عرقي پوځونو په همدې ورځ يو لړ هوايي بريدونه او نور پوځي عمليات تر سره کړي چې پکې يې لږ تر لږه د داعش ٥٤ وسلوال وژلي دي.
د عراق د ائتلافي عملياتو قومندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې جنګي الوتکو په همدې ورځ د سوريې سرحد ته نژدې په القايم علاقه دارۍ کې د داعش پر هدفونو بريدونه کړي دي چې په بمبارۍ کې شاو خوا ٢٠ وسلوال وژل شوي دي. القايم علاقه داري له پلازمينې بغداد څخه د شمال لويديځ په ٣٣٠ کيلو مترۍ کې پرته او د داعش تر کنترول لاندې ده.
په اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې هوايي پوځونو په همدې ورځ القايم علاقه دارۍ ته نژدې په قرابلا سيمه کې د موټر بمونو د جوړولو پر يوې اډې بمباري وکړه چې لږ تر لږه يې د داعش ١٠ وسلوال وژلي دي. د وسلوالو د وسلو يو ګدام په همدې ورځ له ٢ ځلو هوايي بريدونو سره مخامخ شو چې ١٦ وسلوال پکې وژل شوي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |