د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران تلويزيون خبر ورکړ چې ايران د يکشنبې په ورځ د فارس خليج په جنوبي سيمه کې د ګاسلين د توليداتو پروژې د لومړې مرحلې د پيل اعلان وکړ.
د نوموړې پروژې سره سم به د فارس په خليج کې د ګاسلين کيميکال تصفيه خانه جوړه شي چې پکې اوبلن شوي ګاسلين د سون موادو ته بدلولی شي. دغه پروژه د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا د فارس خليج په جنوب کې بحري ښار بندر عباس ته د سفر په ترڅ کې وړاندې شوې.
نوموړې تصفيه خانه به په لومړۍ مرحله کې هره ورځ لږ تر لږه ١٢ مليونه ټنه د لوړ کيفيت ګاسلين وتوليدوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |