CRI Online

د اروپايي ټولنې په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې له دغې ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو د خبرو اترو لايحه تصويب شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-01 10:29:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې ځانګړې سرمشريزه غونډه د اپريل په ۲۹مه نېټه په بروکسيل کې تر سره شوه. د بريټانيې څخه پرته د دغې ټولنې د اووه ويشتو هېوادونو مشرانو پکې له دغې ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو د خبرو اترو لايحه تصويب شوه. د اروپايي شورا رئيس ډونالډ ټوسک بيا تائيده کړه ، په داسې حال کې چې اروپايې ټولنه او بريټانيا د اتباعو د حق، مالي چارو او سرحدي چارو په اړه خبرې اترې بريالۍ شي، دواړه خواوې به د دوه اړخيزو اړيکو په اړه بحث وکړي.

له دې نه وروسته چې د بريټانيې صدراعظمې ټريسا مې اروپايې ټولنې ته خبر ورکړ چې له دغې ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو مرحله په رسمي توګه پيل شوې ده، له بريټانيې نه پرته د دغې ټولنې د اووه ويشتو هېوادونو مشران بروکسيل کې راغونډ شول او د دغې مسئلې د خبرو اترو په اړه يې سلامشوره وکړه.د اروپايي شورا رئيس ټوسک د دغې غونډې له پای ته رسېدو نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د يادو هېوادونو مشرانو د دغو خبرو اترو په اړه لايحه تصويب کړه. مخکې تر دې د دغې لايحې مسوده د مارچ په ۳۱نېټه خپره شوې وه. ده وويل،

د دغې سرمشريزې غونډې له پيل وروسته ياده لايحه تصويب شوه. دا به د دغو خبرو اترو لپاره ګټور وي. اوس موږ د اووه ويشتو غړيو هېوادونو او د اروپايې ټولنې د اړوندو څانګو ملاتړ تر لاسه کوو چې دا زموږ د خبرو اترو لپاره ښه زمينه برابروي.

د دغې لايحې له مخې به اروپايې ټولنه او بريټانيا په وار سره خبرې اترې وکړي. د لومړۍ مرحلې عمده موخه له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا وتل دي چې د اروپايي ټولنې د غړي هېواد په توګه د بريټانيې پر غاړه حقوق او دندې لغوه شي. دواړه خواوې به تر خپلې وسې پورې د اتباعو، تصديو او اړوندو خواوو د حقه حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره هڅې وکړي. د دوهمې مرحلې عمده دنده دا ده چې په راتلونکي کې د اروپايې ټولنې او بريټانيې ترمنځ نوې اړيکې ټينګې شي. ښاغلي ټوسک وويل، چې د غړيو هېوادونو مشرانو د خبرو اترو مرحلې منلې دي او د اروپايې ټولنې اووه ويشت هېوادونه به د يوې ټولنې په توګه له بريټانيې سره خبرې اترې وکړي. ده وويل، 

مانا يې دا ده چې د اروپايې ټولنې او بريټانيې ترمنځ د نويو اړيکو له ټينګېدو نه مخکې بايد د اتباعو د حق، مالي چارو او د ايرلنډ د سرحدي مسئلې په ساحو کې ګډو نظريو ته ورسېږو. مهم ټکی دا دی چې د اروپايي ټولنې د مشرانو تر ارزولو او منلو وروسته د خبرو اترو دوهمه مرحله تر سره شي. دا به د اووه ويشتو هېوادونو د مشرانو ګډه پريکړه وي.

ښاغلي ټوسک بيا تائيده کړه چې اروپايي ټولنه به تر ټولو مخکې د اتباعو حق ساتلو ته پاملرنه وکړي. ځکه چې دا د څلور مليون او پنځه لکو کسانو سره نژدې اړه لري. په تېرو څو اوونيو کې بريټانيې څو څو ځله څرګنده کړې ده چې دواړه خواوې بايد ژر تر ژره په دې اړه موافقې ته ورسېږي. خو اروپايي ټولنه د بريټانيې ژمنې ته اړتيا لري. ده وويل،

موږ رښتينې ژمنې ته اړتيا لرو چې زموږ خلک به په بريټانيا کې ژوند، کار او زده کړې وکړي. په بله خوا بريټانويان هم داسې دي. اروپايې شورا د اړوندو خلکو د حقه حقوقو او ګټو ليست چمتو کړی دی. د خبرو اترو برياليتوب د بريټانيې جدي ځواب ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه چې په دغه غونډه کې د اووه ويشتو هېوادونو مشرانو يوازې په څلورو دقيقو کې ياده لايحه تصويب کړه. له دې څخه د اروپايې ټولنې يووالی څرګندېږي. خو هغه وويل، چې اړوندې خواوې بايد د خبرو اترو په اړه لويه سينه وساتي. د دغې لايحې له مخې به له اروپايې ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو خبرې اترې به د ۲۰۱۹م کال د مارچ په اته ويشتمه نېټه پای ته ورسېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای