CRI Online

د امريکا د کابينې دوو ګوندونو د حکومت له بودجې سره موافقه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-01 15:04:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خبري رسنيو د اپريل په دېرشمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا جمهوريت غوښتونکی ګوند او د ديموکرات ګوند د کابيني غړيو په همدې ورځ د حکومت له بودجې سره موافقه وکړه. که دغه بودجه تصويب شي، تر سپتمبر پورې به د امريکا حکومت کارونه روان شي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خبر له مخې، په دغه بودجه کې د دوولس مليارډو او پنځه سوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پوځي لګښت له زياتوالي او د يو مليارډو او پنځه سوه ميلونو ډالرو په ارزښت د سرحدي امنيت د ساتلو له لګښت څخه عبارت دی. د دغې بودجې عمومي حجم شاوخوا زر مليارډه ډالره دی.

د اټکل له مخې، د کابيني دوه ګوندونه به په روانه اوونۍ کې د دغې بودجې په اړه رايګري وکړي. د راتلونکي اوونۍ له پيل نه مخکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به خامخا دغه بودجه لاسليک کړي، تر څو د امريکا د حکومت کارونه له ځنډ سره مخ نه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای