CRI Online

ايران د انرژۍ د ستراتيژۍ د بشپړوالي لپاره د نفتو پروژه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-01 15:15:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري تلويزيون خبر ورکړ چې ايران د يکشنبې په ورځ د فارس خليج په جنوبي سيمه کې د نفتو د توليداتو پروژې د لومړۍ مرحلې د پيل اعلان وکړ.

د نوموړې پروژې سره سم به د فارس په خليج کې د نفتو تصفيه خانه جوړه شي چې پکې اوبلن نفت پر سوند موادو بدلولی شي. دغه پروژه د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا د فارس خليج په جنوب کې سمندري ښار بندر عباس ته د سفر په ترڅ کې پرانيستل شوه.

نوموړې تصفيه خانه به په لومړۍ مرحله کې هره ورځ لږ تر لږه ١٢ مليونه ټنه د لوړ کيفيت نفت توليدوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای