د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د يکشنبې په شپه هند ته ورسيد او دغه هېواد ته يې دوه ورځنی سفر پيل کړ.
د پلان له مخې، اردوګان به د دوشنبې په ورځ د هند له صدرعظم نارندرا مودي سره خبرې اترې وکړي. د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړه خواوې به په خبرو اترو کې د ګډې علاقې وړ پر دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو بحثونه وکړي.
اردوګان به د خپل سفر په ترڅ کې د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سوارج سره هم وګوري.
دا په روانه مياشت کې د ترکيې په ټولپوښتنه کې له کاميابۍ وروسته بهر ته د اردوګان لومړی سفر دی. نوموړي د ټولپوښتنې له لارې د ولسمشر په توګه لا زيات واک تر لاسه کړی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |