CRI Online

د امريکا په سانتياګو کې د ډزو له امله يو تن مړ او اووه تنه نور ټپيان شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-01 15:38:59

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا پر وخت د اپريل د دېرشمې نېټې د ماښام په شپږو بجو يو سړي په سانتياګو کې پر خلکو ډزې وکړې او ورپسې پوليسو دغه بريدګر وواژه. يوه ښځه د ډزو له امله وژل او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې، دغه پېښه د سانتياګو د پوهنتونونو ښارګوټۍ د يو اپارتمان د لامبو حوض ته نژدې ځای کې شوې ده. عيني شاهدانو ويلي چې په هغه وخت کې شاوخوا دېرش کسانو د زېږېدنې ورځ د لمانځنې په مراسمو کې ګډون کاوه او زياتره ګډون کوونکي افريقايي امريکايان دي. اوس ټپيان په روغتون کې تر علاج لاندې دي او د بريدګر هويت او موخه تر اوسه معلومه نه ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای