CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د داعش ٨ جنګيالي ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-05-01 16:00:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دوشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت مقام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په دې ولايت کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا پر يو روان موټر توغندی وتوغولو چې له امله يې د داعش ٨ جنګيالي ووژل شول.

په دې اعلاميه کې راغلي چې ياد هوايي بريد د يکشبنې د ماسپښين په شاو خوا دوو بجو د ماڼوګي په سيمه کې شوی چې له امله يې يو موټر ويجاړ شو.

ننګرهار ولايت له کابل څخه د ختيځ په ١٢٠ کيلومترۍ کې پروت دی او د ٢٠١٥ کال راهيسې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو او د داعش جنګيالو ترمنځ شخړې او نښتې زياتې شوې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای