د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو ردايناح د می په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز بهير د پياوړتيا فرصت لپاره همکاري وکړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس به د می په درېيمه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې اترې وکړي. ولسمشر عباس به په خبرو اترو کې د دوو هېوادونو پر بنسټ پر لايحې او د عرب سولې پېشنهاد پر عدالت او د سولې پر ارزښت بياټينګار وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپيسير د اپريل په نولسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې محمود عباس به د می په درېيمه نېټه له امريکا څخه ليدنه وکړي. ولسمشر ټرمپ به له ولسمشر عباس سره ګډه ژمنه وکړي چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو او کشالو د ليرې او حل کولو لپاره لار پيدا کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |