CRI Online

په افغانستان کې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 08:51:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولايت پوليسو د می په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په افغانستان کې د داعش فرعي ډلې څو ورځې مخکې په دې ولايت کې له ځايي وسلوالو طالبانو سره نښته وکړه چې پکې لږ تر لږه ٢٨ وسلوال او ٢ عام وګړي وژل شوي دي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دواړو خواوو تيره يکشنبه جلالاباد ښار ته نژدې نښته وکړه. اوسمهال هم د پېښې په ځای کې کله نا کله د ډزو غږونه هم اورېدل کيږي. د نښتې د سبب په اړه پلټنه روانه ده.

د ځايي پوليسو د لومړنۍ شمېرې له مخې، د نښتې له امله لږ تره لږه ٢١ وسلوال طالبان او د داعش ٧ جنګيالي وژل شوي او د دواړو خواوو ٩ تنه ټپيان شوي دي. بر سيره پر دې، د يوې ٩ کلنې نجلې په شمول ٢ عام وګړي په دې نښته کې وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای