د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا مرکزي اژانس د می په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند په همدې ورځ وويل، چې د کوريا ټاپووزمې اوسنۍ اوضاع په تېرو ۵۰ کلونو کې ډېره ترينګلې ده.
نوموړي وويل، چې سږ کال امريکا او جنوبي کوريا د کي ريسولو او فوال ياګل په نامه دوه ګډې پوځې مانورې تر سره کړې دي چې پيمانه يې په تاريخ کې ساری نه لري، له درې لکو نه زياتو سرتيريو پکې ګډون درلود او بېلا بېلې ستراتيژيکې وسلې پکې کارول شوې. له دې څخه پر شمالي کوريا باندې د يادو دوو هېوادونو د ذروي بريد موخه څرګندېږي. بر سېره پردې، د کارل وينسون په نامه الوتکه وړونکې بيړۍ هم د کوريا ټاپووزمې سمندري سيمې ته ننوتلې ده.
نوموړي زياته کړه چې شمالي کوريا به په پر له پسې توګه د ذروي وسلو د لرلو پر تګلارې ټينګار وکړي، تر څو پر خپل هېواد باندې د نورو هېوادونو د تيری کولو مخه ونيسي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |