CRI Online

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين قايمېدل ومنل.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 11:03:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د می د لومړۍ نېټې په شپه يو سياسي سند خپور کړ چې له مخې يې دغې ډلې د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پربنسټ د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين جوړېدل ومنل.

د دغې ډلې مشر خالد مشعل په همدې ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې ياد نوی سند خپور کړ چې۴۲ مادې لري. دغه سند منلی چې د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ او د بيت المقدس په مرکز د يو خپلواک هېواد په توګه فلسطين جوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د نښتو او شخړو لامل مذهب نه دی او په هېواد باندې تيری کول او نيول دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای