CRI Online

د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د شينجيانګ د بهرنيو سوداګريو د زياتوالي انډول له اويا سلنې نه زيات و.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 11:37:55

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اورموچي ګمرک څو ورځې مخکې يوه شمېرنه خپره کړې ده چې د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د شينجيانګ د بهرنيو سوداګريو اندازه ۳۳مليارډو او ۳۵۰ مليونه يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اويا سلنه زيات شوی دی. له دې جملې څخه د صادراتو اندازه ۲۸مليارډو او ۳۹۰مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۴.۷٪ لوړ شوی، د وارداتو اندازه ۴مليارډو او ۹۶۰مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۸۲ لوړ شوی دی. قزاقستان، قرغېزستان او امريکا د شينجيانګ لپاره لومړی دری لوی سوداګريز ملګري دي.

د شمېرنې له مخې، د شينجيانګ د سرحدي سوداګريو اندازه ۱۷مليارډو او ۲۳۰مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د شينجيانګ د بهرنيو سوداګريو په عمومي اندازه کې ۵۱.۷٪ برخه نيسي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰.۳٪ لوړ شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای