CRI Online

د مصر په قاهره کې د پوليسو کاروان له بريد سره مخامخ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 12:56:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د کورنيو چارو وزارت د روانې مياشتې د ٢مې نېټې په سهاروختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د پوليسو د ګزمې يو موټر د قاهرې په څنډو کې له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه ٣ پوليس وژل شوي او ٥ تنه ټپيان دي.

د مصر دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې په وژل شويو کسانو کې ٢ تنه د پوليسو ادارې کارکوونکي دي او يو بل پوليس دی. د بريد د پېښېدو په وخت کې بريدګرو په ناڅاپي توګه د پوليسو د ګزمې موټرونو پر کاروان ډزې وکړې.

تر اوسه پورې هيڅ ډلې او وګړي د دې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای