CRI Online

امريکا تائيد کړه چې په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای شوي ساد سيستم دفاعي دندې ته چمتو شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 12:58:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په جنوبي کوريا کې د امريکا پوځ د می په دوهمه نېټه تائيد کړه چې په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای شوي ساد سيستم د توغنديو بريد د مخنيوي دندې لپاره چمتو شوی دی.

په جنوبي کوريا کې د امريکا پوځ وياند روب مانيګ په يوه اعلاميه کې ويلي چې اوس دغه سيستم کارول کېږي او د شمالي کوريا د توغنديو د مخنيوي توان لري.

د اپريل په ۲۶مه نېټه د ځايي اوسيدونکو د مخالفت په وړاندې او د چاپيريال د ارزونې د نه پشپړېدو په حال کې امريکا او جنوبي کوريا دغه سيستم ځای پر ځای کړ. د ځای پر ځای کولو په بهير کې پوځ له ځايي اوسيدونکو سره نښته هم وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای