CRI Online

د م م د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او ټولنې کميټې راپور: د چين اقتصاد د سالم پرمختګ په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 14:10:27

د م م د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او ټولنې کميټې د می په لومړۍ نېټه يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د چين د اقتصادي پرمختګ بنسټ ثابت دی، د عرضې اصلاحات د اقتصاد د منځني او اوږدوالي پرمختګ لپاره فرصتونه جوړوي.

په ياد راپور کې همدارنګه راغلي چې په چين کې لوړ ارزښت لرونکي صنعتونه د وروسته پاتې صنعتونو په بدل کې دي او د کار او توليد د خوځنده قوت په توګه ګرځيدلي دي. په دې راپور کې اټکل کيږي چې په روان او راتلونکي کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي اقتصادي ځواکونو د اقتصادي پرمختګ انډول په جلا توګه ٥٪ او ٥.١٪ وي چې د تېر کال په نسبت به لږ څه لوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای