CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې به د اړوندو هېوادونو تر منځ د همکارۍ برياليتوبونه راغونډ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 15:31:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم به د روانې مياشتې په ۱۴مه او ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شي. څو ورځې مخکې د چين د علومو اکاډمۍ د روسيې، ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا د څېړنيزې ادارې مشر لي يونګ چوان له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، دغه سرمشريز فورم د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په ترڅ کې د شويو برياليتوبونو د راغونډېدو او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د راتلونکې همکارۍ د سلامشورې لپاره به يوه ډګر او ګټور فرصت برابر کړي. ده وويل

((په تېرو دريو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو برياليتوبونه څرګند دي، له دې څخه ښکاري چې له دريو کلونو راهيسې نړيوالې ټولنې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې نظريه منلې او ترې ملاتړ کړی او کوي يې. نو په دې موقع کې د دې سرمشريز فورم ترسره کېدل د پخوانيو تجربو د راغونډولو او د راتلونکې د طرحې لپاره يو ګټور فرصت دی.))

ښاغلي لي يونګ چوان د مرکې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د نړيوالې ټولنې لپاره يو اغېزمن فرصت دی. ده وويل

((د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې نظر د نړيوالې ټولنې په تيره بيا د چين د ګاونډيو هېوادونو لپاره يو ګټور فرصت دی. رئيس شي جين پينګ ويلي، دا د همکارۍ، پرمختګ او پرانيستنې وړانديز دی.))

چين ځکه د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز وړاندې کړ، عمده لامل يې د نړيوال کېدو په حال کې د نړيوالې همکارۍ اړتيا ده. د ښاغلي لي يونګ چوان په اند، له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو تطبيق په عمده توګه بهرنۍ پانګې، تخنيک، توکيو او ادارې تجربې واردې کړې. په ۲۰۱۳ کال کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز په وړاندې کېدو سره د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې نوې مرحلې ته رسيدلې، د اوړندو توکيو او تخنيکونو له وارداتو نه پرته، بايد د خپلو توکيو او تخنيکونو صادرات وهڅول شي.

کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې د نړيوال کېدو په بهير کې د سوداګرۍ ساتنه د پياوړی کېدو په حال کې ده. چين د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز وکړ او دا هيله يې څرګنده کړه چې چين له شاوخوا هېوادونو او د اروپا او اسيا له هېوادونو او حتی له بېلا بېلو هېوادونو سره د تبادلې په ترڅ کې د سوداګرۍ ساتنې خنډونه لرې کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ ريښتنې همکارۍ ترسره کړي. ده وويل

((د يو مثال په توګه، که د چين او د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد د غړو هېوادونو تر منځ يو د بل د ګمرکاتو له ادارې څخه د تېرېدو وخت يو ساعت کم شي، نو د دغو هېوادونو کلني عايدات به څو مليارده او سل ملياره امريکايي ډالره زيات شي. ويل کېږي چې د ګمرکاتو له ادارو څخه د تېرېدو وخت د سيمه ييزې همکارۍ کمزورتيا ده، که موږ دغه ستونزه لرې او حل کړو، نو ډير ګټور فرصتونه او ګټې به رامنځته شي . دا هم د چين هم د دغو هېوادونو لپاره ګټوره ده. ))

ښاغلي لي پر دې ټينګار وکړ چې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه سرمشريز فورم په ۲۰۱۷ کال کې د چين يو مهم ډيپلوماتيک عمل دی چې نړۍ ته د چين د نويو ډيپلوماتيکو نظريو د بيانولو لپاره يو ښه فرصت برابروي. ده وويل

((د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په وړانديز کې د ګډې معاملې، ګډې جوړونې او د جوړولو له برياليتوبونو څخه په ګډه د ګټې اخيستنې په شمول نظريې وړاندې شوې چې ترې د انسانانو د برخليک ټولنې د جوړولو په اړه ترې د رئيس شي جين پينګ نوې ډيپلوماتيکې نظريې ښکاريږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای