د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د می په لومړۍ نېټه ماسپښين، د فيليپين د ولسمشر رودريګو دوتيرت په مشرۍ د فيليپين حکومتي او پوځي چارواکو د فيليپين په دواو ښار کې د چين د سمندري پوځ د بېړيو ډلې له (( چانګ چون )) نومې بېړۍ څخه ليدنه وکړه.
د نوموړې بېړۍ د غونډو په سالون کې د چين د سمندري ځواک د سياسي بيورو غړي مياو هوه دوتيرت ته د چين د سمندري پوځونو په اړه معلومات ورکړل، د چانګ چون نومې بېړۍ مشر هو جې د دې بېړۍ تجهيزات او جنګي مهارت وروپېژندل. دوتيرت د هو جې په ملګرتيا د بېړۍ له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه کړه او له سرتيرو سره يې ګډ عکس واخيست.
دوتيرت وويل، ډېر خوشحاله يم چې د چين د پوځي بېړيو کاروان فيليپين ته سفر کړی. نن مې د چين پوځي بېړۍ وکتلې، دا يوه ډېره ښه پوځي بېړۍ ده. موږ سترګې په لار يو چې د فيليپين او چين سمندري پوځونه ګډ تمرينونه تر سره کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |