CRI Online

ټرمپ: په مناسبو شرايطو کې له کيم جونګ ون سره کتنه غواړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 15:36:29

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د می په لومړۍ نېټه د امريکايي خبري رسنۍ له خبريال سره مرکه کې وويل، په مناسبو شرايطو کې د شمالي کوريا له ولسمشر کيم جونګ ون سره کتنه غواړي.

ټرمپ په همدې ورځ په سپينه ماڼۍ کې د بلومبرګ خبري اژانس له خبريال سره په مرکه کې يادې څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې که له کيم جونګ ون سره کتنه عملي کېدونکی کار وي، البته داسې به وکړم، او وياړم به، خو مناسب حالت مخکني شرط دی.

خو د ټرمپ په مرکه کې د (( مناسب حالت )) مشخص محتوياتو ته شاره نه ده شوې. يادې څرګندونې په همدې ورځ کې د سپينې ماڼۍ په نوبتي خبري ناسته کې د پام وړ مرکزي ټکي په توګه ګرځېدلي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپيسر د می په لومړۍ نېټه وويل، د (( مناسب حالت )) معنا متنوع دی، لومړی شرط دا دی چې شمالي کوريا بايد سمدلاسه له لمسونونکو کړو وړو څخه لاس واخلي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د اوسنيو حالاتو سره سم د امريکا او شمالي کوريا د مشرانو ترمنځ د کتنې شونتيا نشته.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای