CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 17:08:44
د سپیډ ماسټر میلیون لیګ سیالیو اتلولي د تیرا ډیفینډرز لوبډلې وګټله

د تیرا ډیفینډرز او المصافي پامیر لوبډلې ترمنځ د سپیډ ماسټر میلیون لیګ سیالیو پایلوبه ترسره شوه. د لوبې پچه تیرا ډیفینډرز لوبډلې وګټله او د ټاکلو شلو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۶ منډې جوړې کړې، خو د المصافي پامیر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په ۱۸ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۶ منډې جوړې کړې او د ۳۰ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د سپید ماسټر میلیون لیګ څلورم پړواو سیالیو غوره توپ اچوونکی شراف الدین اشرف، غوره لوبغاړی طارق ستانکزی، غوره توپوهونکی فضل ځاځی، او د پایلوبې غوره لوبغاړی شاپور ځداراڼ وټاکل شول

د افغانستان اولمپيک ملي کمېټې د مشر لپاره ټاکنې کېږي

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټه وايي د اولمپیک نړیوالې کمیټي (IOC) د یوې رسمي غوښتنې پربنسټ به د روان کال د غبرګولي یا جوزا په ۲۵مه د دې کمیټې د مشرتابه لپاره ټاکنې وکړي.

وړاندې تر دې هم د کب یا حوت په میاشت کې د ټاکنو د ترسره کېدو هڅې شوې وې، خو د ځینو اړخونو د مخالفتونو له کبله وځنډېدې.

نژدې دوه کاله کېږي چې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه په خپلو کورنیو لانجو کې راګیر ده.

د افغانستان د اولمپيک ملي کمیټې ویاند احسان نیرو وايي، د نړیوالې کمیټې دا کار ستايي خو وايې لا هم د حکومت له همکارۍ "ډاډمن نه" دي نو ځکه لا هم د ټاکڼو ترسره کېدو لپاره چمتووالی نه دی نیول شوی.

تر ډې وړاندې د افغانستان د اولمپيک ملي کمیټې د مشرتابه ټاکنو لپاره د تېر کال کب یا حوت میاشتې دویمه نیټه اعلان شوې وه خو ښاغلی نیرو وايي چې یادې ټاکنې د ځینو حکومتي کړیو د لاس وهنو له امله ترسره نه شوې.

د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون د نړیوال اولمپيک له دې کاره خوښي ښوولې او د ستونزو لپاره یې د حل یوه لار ګڼي.

دغه فدراسیون د یوې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو ورزشي فدراسیونونو، د بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست، ولسمشر او اجراییه رییس غوښتي چې د افغانستان اولمپيک ملي کمیټې لپاره له رڼو ټاکنو ملاتړ وکړي.

د افغانستان اولمپیک ملي اداره له نژدې دوه کلونو راهیسې په خپل منځي ستونزو کې راګیره ده او لا هم د دوه مشرانو له خوا اداره کېږي.

د نبي او راشد په اړه فلم جوړیږي.

انډین ایکسپریس نومې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله ویلي، چې د ۱۰ دقیقو بشپړ، پنځو دقیقو کوچنی او ۲ دقیقو پرومو لرونکی فلم به په انګلیسي ژبه جوړ شي او په کې کیسه به د لیګ سپینر راشد ارمان او الروانډر محمد نبي د لوبې پر فعالیتونو راڅرخي.

فلم کې به د فعالیت له پیله بیا تر نړیوالو لوبو او هند پریمیر لیګ یا ای پي ایل پورې د دواړو لوبغاړو رسېدو کیسه د تصویر، مرکو او لنډو کلیپونو په بڼه وړاندې شي.

فبرورۍ کې د ای پي ایل حیدراباد سن رایزرز لوبډلې راشدارمان د ۴۰ میلیونو هندي روپیو او محمد نبي د ۳ میلیونو هندي روپیو بدل کې خپله لوبډله کې شامل کړل.

د سرچینې په وینا دغه طرح د هند لپاره د افغانستان سفیر شیدا ابدالي، د افغانستان لپاره د هند پخواني سفیر امر سینګ او د افغانستان لپاره د هند اوسني سفیر منپریت وهورا او یو شمېر نورو مهمو چارواکو له لوري وړاندې شوې ده

هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي وايي دې سره به د افغانستان په تړاو تصور بدل شي:

''دوی د افغانستان د نوي کول استازیتوب کوي، کله چې خلک د افغانستان په اړه خبرې کوي، دوی به یوازې د طالبانو او ترهګرۍ فکر نه کوي، دوی باید د راشد او نبي په څېر وتلیو کرېکټ لوبغاړو په اړه فکر وکړي او هند له موږ سره د دغه نوي تصور وړاندې کولو کې مرسته کوي ''

له دې مخکې هم ځوانو افغان کرېکټ لوبغاړو د فلم او هنر نړۍ اړوند کسانو پام ځانته اړولی. په انګلستان کې له دې مخکې د 'اوټ اف اشز ' په نامه د افغانستان کریکټ لوبغاړو د ژوند او فعالیتونو په اړه یو ساعته فلم جوړ شوی و

د هند د مخکښ لیګ په لوبو کې قوانین دا وايي چې هره لوبډله ګڼ بهرني لوبغاړي پېرلی شي خو په یوه لوبه کې یوازې څلورو بهرنيو لوبغاړو ته ځای شته.

ورځپاڼې د هندي چارواکي له قوله ویلي، هدف دا دی، چې د افغانستان لخوا 'د ښه ګاونډیتوب ' پیغام خپور شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای