د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۲ مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې امريکا او جنوبي کوريا د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې د مستقيمو ښکيلو غاړو په توګه دې ژر ترژره اړونده سياسي پريکړه وکړي، صميميت دې وښيي او د دغې ټاپووزمې د وضعيت د ارامولو لپاره دې رغنده هڅه وکړي.
ګنګ شوانګ وويل، چې چين تل په دې نظر دی چې خبرې اترې او سوله ييزې لارې د کوريا له ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو او د دغې ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو يوازنۍ اغېزمنه لار ده او يوازنی سم انتخاب هم دی. اړوندې غاړې دې مسئوليت پر غاړه واخلي او د سولې خبرو د بيا پيل لپاره دې هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |