CRI Online

شمالي کوريا له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې په سوله يزه توګه د کوريا ټاپووزمې د بحران د حل و فصل لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 19:47:19

د شمالي کوريا د رودونګ سيمون د خبر له مخې دغه هېواد له جاپان څخه غوښتنه کوي چې په سوله يزه توګه د کوريا ټاپووزمې د بحران د حل و فصل لپاره کوښښ وکړي.

په تبصره کې ليکل شوي چې د جاپان مشر د امريکا لخوا پر سوريې د توغندی د بريد څخه وروسته دغه خبر خپور کړ چې کوريا ټاپووزمه په بحران کې ده. د امريکا د کارل وينسون په نامه الوتکه وړونکې بيړۍ د کوريا ټاپووزمې سمندري سيمې ته له رسيدو مخکې لومړی د جاپان له سمندري دفاعی پوځ سره ګډ تمرين تر سره کړ چې دا غير عادی پوځي عمل و.

په تبصره کې داسي ويل شوي چې جاپان غواړي د دغه عمل له لارې د اساسي قانون د تعديل بهير او نورو هېوادونو ته د خپل دفاعی پوځ د ليږلو ګامونه چټک کړي او په کوريا ټاپووزمه کې د احتمالي جګړې په پلمه له امريکايي پوځ څخه د نظامي اړتياوو اخيستلو غوښتنې تر لاسه کړي تر څو په خپل هېواد کې د اقتصاد هڅونه وکړي. جاپان بايد په سوله يزه توګه د کوريا ټاپووزمې د مسئلې حلولو لپاره کوښښ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای