CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د چين له پوځي بيړۍ څخه د فلپين د ولسمشر ليدنې په هکله غبرګون وښود

cri     (GMT+08:00) 2017-05-02 19:48:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ٢مه نېټه په بيجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چين د فليپين ولسمشر هرکلی کوي چې د چين د سمندري پوځ له پيړۍ څخه يې لېدنه وکړه چې دا د دواړو خواوو تر منځ د سياسي باور ټينګښت څرګندوي.

د خبر له مخې، د فلپين ولسمشر رودريګو دوتيرتي د می په ١مه نېټه د چين له پوځي بيړۍ څخه لېدنه وکړه چې د دغه هېواد دواو ته سفر کوي. وياند ګنګ شوانګ وويل تېر کال د چين او فلپين تر ګډو کوښښونو لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په هراړخيزه توګه ښې شوې، واقعی همکارۍ پراخې شوې، په زياتو ساحو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسيدلی چې له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه همکارۍ د چين او فلپين او د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون خوري. چين غواړي چې له فليپين سره يو ځای يو د بل باور ټينګ کړي، په مساعد ډول د جنوبي سمندر مسئله حل کړي او د دواړو هېوادوو تر منځ د اړيکو د سالمې او ثابتې پرمختيا هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای