CRI Online

د چين د بې وسلې کولو سفير: نړيواله ټولنه بايد د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون د صلاخيت د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 09:01:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بې وسلې کولو سفير فو څونګ د می په دوهمه نېټه په ويانا کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون د صلاخيت، عموميت او موثريت د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

تر ۲۰۲۰م کاله پورې د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون د سنجش د لسمې غونډې لومړۍ مقدماتي غونډه په همدې ورځ په ويانا کې د م م په مقر کې تر سره شوه. د چين، امريکا، روسيې، بريټانيې او فرانسې په ګډون د دغه تړون د څه باندې ۱۱۰ غړيو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود. د چين د بې وسلې کولو سفير فو څونګ د چيني هئيت په مشرۍ په دغه غونډه کې برخه واخيست.

نوموړي وويل، چې چين تل د بې ذروي وسلې کولو له بهير څخه ملاتړ کوي، په ټينګ سره د ذوري وسلو د نه خپرېدو سيسټم ساتي او په فعاله توګه د ذوري انرژۍ په اړه د چارو د پياوتيا لپاره هڅه کوي. چين له نورو څلورو هېوادونو سره کوم چې ذروي وسلې لري، د دغه تړون د سنجش پايلې د تطبيق کېدو لپاره زيار باسي او د ذروي ازموينې د پوره مخنيوي تړون د پلې کولو لپاره چمتو کوي. چين له کومې لارې د ذروي وسلو له خپرېدو سره مخالفت کوي او په مسؤلانه توګه د ايران او کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلو د سياسي حل په بهير کې ګډون کوي. چين په دې سيمې او حتی په ټولې نړۍ کې د ذروي امنيت د همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښ کړی دی او کوي يي. چين به د ذروي امنيت په څلورمه سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د ذروي امنيت د ساتنې توان د جوړولو سيسټم په اړه پنځه فقيره ييز وړانديزونه پلې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای