د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ايووا ايالت مشر ښاغلي تېري برنستاد چې د ولسمشر ټرمپ لخوا په چين کې د نوي امريکايي سفير د نوماند په توګه ټاکل شوی، د مې په دوهمه نيټه څرګنده کړه چې که په رسمي توګه خپله نوې دنده پيل کړي، هغه غواړي د امريکا او چين ترمنځ په اړيکو کې مثبت او اغېزمن بدلون راولي.
نوموړي په همدې ورځ د ده د نوې دندې د ټاکلو په اړه يوه غونډه کې وويل چې هغه د ايووا ايالت د مشر په توګه پخپله د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د اهميت عيني شهادت ورکوونکی دی.که هغه په چين کې د امريکا نوی سفير وي، نو چيني بازارونو ته به د امريکايي تصديو د ننوتلو خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې دا به نه يوازې په امريکا کې د استخدامي چارو لپاره ګټه ولري، بلکې چيني مصرف کوونکو ته به زيات غوره توليدات صادر کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |