د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې په الحاساکاح ولايت کې چې د عراق او سوريې په سرحدي سيمه کې پروت دی، د پناه وړونکو يو کمپ د می په دوهمه نېټه د داعش له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې څه نا څه دېرش تنه وژل شوي او دېرش تنه نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې، د سوريې د بشري حقوقو څارونکي سازمان چې مقر يې د بريټانيې په لندن کې واقع دی، په همدې ورځ خبر ورکړ چې لږ تر لږه پنځه ځانمرګي بريدګرو د دغه کمپ په دننه او بهر کې بمونه وچوول چې له امله يې ځينو سوريايانو او عراقيانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي. څرنګه چې د ځينو ټپيانو حالت سخت دی، نو ښايې د مړينې شمېر زيات شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |