CRI Online

د ايران انقلابي ګارډ قوماندان: نور زيات پوځي سلاکاران به سوريې ته ولېږل شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 09:17:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران انګليسي خبري ټلويزيون د مې په دوهمه نيټه د ايران د انقلابي ګارډ د يو لوړ پوړي قوماندان په قول خبر ورکړ چې ايران به سوريې ته لا زيات پوځي سلاکاران ولېږي او د ترهګرۍ ضد د سوريې حکومت له جګړې څخه به ملاتړ وکړي.

دغه قوماندان چې محمد پکپور نومېږي، څرګنده کړه چې اوس د ايران پوځي سلاکاران د سوريې په جنګي کرښه کې خپلې مرستې برابروي. ايران به د سوريې په غوښتنې سره لا زيات پوځي سلاکاران ورته ولېږي او تر خپلې وسې پورې به مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې د ايران پوځي سلاکاران تخنيکي او ستراتيژيکي مرستې برابروي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای