CRI Online

د امريکا او روسيې ولسمشرانو د سوريې مسئلې په اړه ټليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 09:25:46

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می په ۲مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره ټليفوني خبرې وکړې چې دا د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له ټاکل کېدو نه وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ درېيمې ټليفوني خبرې دي او د سوريې پر حکومتي پوځ باندې د امريکا له بريدونو نه وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی ټليفوني خبرې هم دي.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړو مشرانو په عمده توګه د سوريې مسئلې په اړه بحث وکړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چې په تېرو اوږدو مودو کې په سوريه کې جنګ روان دی، نو اړوندې خواوې بايد تر خپلې وسې پورې د نښتو او شخړو د ختمېدو لپاره هڅې وکړي. دواړو مشرانو په ټليفوني خبرې کې د نظرونو ښې تبادلې وکړې او په سوريه کې يې د امنيتي سيمې پر جوړولو بحث وکړ، تر څو په سوريه کې د بشري بحران ليرې شي. امريکا به د قزاقستان په استانا کې د سوريې مسئلې په څلورمه غونډه کې د ګډون په هکله يو استازی ولېږي چې د روانې مياشتې له درېيمې نېټې نه تر څلورمې نېټې پورې به تر سره شي.

د معلوماتو له مخې، مخکې تردې، دواړو مشرانو په جلا جلا توګه د سږ کال په جنورۍ او اپريل کې دوه ځلې ټليفوني خبرې کړې وې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای