د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون پروفيسر پان جيان وي د می په ۳مه نېټه په شانګهای کې اعلان وکړ چې د فوټون د کميت په وسيله په نړۍ کې لومړی کمپيوټر د چين د علمي او څيړنې ډلې لخوا جوړ شوی دی چې د دغه ډول کمپيوټر د حساب توان د پخواني کمپيوټر په پرتله ډېر لوړ او چټک دی.
د ازموينې له مخې، د نوی ډول کمپيوټر د حساب سرعت د پخواني کمپيوټر په پرتله لږ تر لږه څلورويشت برابره چټک دی. نوموړي وويل، د دغه کمپيوټر له جوړېدو څخه څرګندېږي چې د فوټون د کميت پر بنسټ د کمپيوټر د څيړنې په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړي دي چې دا د کميت په وسيله د حسابولو لپاره ښه زمينه برابروي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |