د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د می په ۲مه نېټه د شلو هېوادونو ډلې صنعتي او سوداګريزه سرمشريزه غونډه د المان په برلين کې پرانيستل شوه. برخوالو په دغه غونډه کې د نړيوال کېدو په بهير کې د ننګونو او د پولي خطرونو د مخنيوي او د ډيجيټل کېدو د اصلاحاتو له امله د نړيوال اقتصاد د ننګونو په اړه بحث وکړ.
د المان د ماليې وزير په پرانيستونکو مراسمو کې د سوداګرۍ ساتنې د غوښتونکو سره د مخالفت او د ازادۍ سوداګرۍ د ساتنې په اړه نظرونو باندې يو ځل ټينګار وکړ. هغه وويل، چې له تاريخي تجربو څخه څرګندېږي چې نيشنليزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه سمه لاره نه ده. موږ له نړۍ څخه نه شو جلا کېدای.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |