CRI Online

د چين د شينجيانګ څو څو ځايونه د سختو واورو له امله له زياتو ترانسپورټي ستونزو سره مخامخ دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 11:11:44
د چين خبري اژانس د مې په درېيمه نيټه خبر ورکړ چې د مې له لومړۍ نيټې نه تر دوهمې نيټې پورې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په څو ځايونو کې سختې واورې اورېدلې چې په ځينو سړکونو کې د واورو اندازه تر ۱.۵ مترو رسېدلې او ترانسپورټي تګ راتګ په وړاندې يې ستونزې جوړې کړې دي.

د روانې مياشتې په لومړۍ او دوهمه دوو ورځو کې له ليان يون ګانګ نه تر قورغاس پورې د پوخ سړک په ګوه ځه ګو برخه کې د مسلسلو سختو واورو په اثر د خاورو ښويدنې رامنځته شوې. د درېيمې نيټې په سهار وختي دغه برخه سړک بند شوی دی.

اوس مهال د ښويدلو خاورو د پاکولو کارونه روان دي او اړوندې څانګې هم د ترانسپورټي تګ راتګ د بېرته اعاده او عادي کېدو لپاره اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای