د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د روغتيا وزارت د می په ۳مه نېټه د دې پخلی وکړ چې د افغانستان پلازمينه کابل کې د مسعود څلور لارې ته نژدې سيمه کې په همدې ورځ يو ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې د بريدګرو په شمول لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول او ۲۲تنه نور ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له امله، دغه بريد د همدې ورځې د سهار په شاوخوا اتو بجو د کابل د نهمې امنيتي حوزې مسعود څلور لارې ته نژدې سيمه کې شوی دی او موخه يې د ناټو د موټرونو کاروان دی.
تر اوسه هيچا او يا کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د م م مرستندويه هئيت د اپريل په ۲۷مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې د ۲۰۱۷ م کال په لومړيو دريو مياشتو کې په افغانستان کې د نښتو او شخړو له امله ۲۱۸۱ عام وګړي وژل شوي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |