د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اقتصادي الوتکو شرکت د مې په ۳مه نيټه خبر ورکړ چې د C919 په نامه د چين لخوا ډيزاين شوې لويه مسافرين وړونکې الوتکه به د مې په ۵مه نيټه د شانګهای په پو دونګ نړيوال هوايي ډګر کې د لومړي ځل لپاره والوزي. خو که هوا ښه نه وي، نو د لومړنۍ الوتنې وخت به وځنډېږي.
د ۲۰۰۷ کال په فبرورۍ کې د چين حکومت د سترې الوتکې د ډيزاين او توليد پروژه په رسمي توګه جوړه شوه. د ۲۰۰۵ کال د نومبر په دوهمه نيټه C919 په توليدي کرښه کې بشپړه شوه. چيني څېړونکو په دې وروستيو کلونو کې ۱۰۲ مهم تخنيکونه بشپړ کړي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |