CRI Online

د روسيې او المان مشران: د اوکراين د ختيځې سيمې لپاره اوس تر ټولو مهم کار اوربند دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 14:30:26
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مې په ۲مه نيټه د دغه هېواد په جنوب لويديځ سوچي ښار کې د المان له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل سره وکتل. دواړو خواوو په عمده توګه د اوکراين او سوريې پر مسئلو بحث وکړ او دغه خبره يې تکرار کړه چې د اوکراين د ختيځې سيمې لپاره اوس تر ټولو مهم کار اوربند دی.

ولسمشر ولاديمير پوټين تر يادې کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې روسيه تل له المان او نورو اړوندو هېوادونو سره د اوکراين پر مسئلې سلامشوره کوي. روسيه او المان دواړه د اوکراين د ختيځې سيمې پر اوضاعو انديښنه لري. هغه څرګنده کړه چې د اوکراين مسئلې په اړه څلور اړخيزې خبرې اترې به دوام ولري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای