CRI Online

ايرلنډ له بريتانيا سره د خبرو اترو ستراتيژي خپره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 15:30:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ايرلنډ د مې په ۲مه نيټه په رسمي توګه له بريتانيا سره د هغو خبرو اترو هغه ستراتيژي خپره کړه چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه ده او د اروپايي ټولنې له اړوندو تګلارو څخه پکې غوښتنه شوې څو چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل د ايرلنډ سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو ته د زيان کچه کمه شي.

د يادې ستراتيژۍ له مخې، د ايرلنډ غوره والی له دې څخه عبارت دي چې د شمالي ايرلنډ د سوله ييز بهير ساتل، د بريتانيا او ايرلنډ ترمنځ د شمالي ايرلنډ سوله ييز تړون، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا تر وتلو وروسته د شمالي ايرلنډ او ايرلنډ ترمنځ د ازادو سرحداتو خوندي ساتل او داسې نور.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای