CRI Online

د چين او عربي متحده اماراتو د حکومتونو تر منځ د همکارۍ کميټې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 15:46:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په دوهمه نېټه د چين او عربي متحده اماراتو د حکومتونو تر منځ د همکارۍ کميټې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين خارجه وزير وانګ يي د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو او نړيوالې همکارۍ له وزير عبدالله بن زاهد سره په ګډه د دې غوندې مشري وکړه. وانګ يي وويل، په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ په ښه لوري روانه ده. چين غواړي له عربي متحده اماراتو سره د يادې کمېټې رول ښه ولوبوي چې د دواړو خواوو تر منځ ستراتيژيکي اړيکې نوې مرحلې ته ورسېږي.

د چين او عربي متحده اماراتو تر منځ ياده کمېټه د ۲۰۱۵ کال په پای کې جوړه شوې او لومړۍ غونډه يې د مې د دوهمې نېټې په سهار ترسره شوه. د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې د چين لخوا وړاندې شوې اوه همکاريزې برخې د عربي متحده اماراتو هر کلی تر لاسه کړی. دواړو خواوو موافقه کړې چې بايد د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج او د بندرونو د جوړونې په شمول ځينې ستراتيژيکې پروژې پرمخ بيايي. وانګ يي خبريالانو ته وويل

((موږ د ذروي انرژۍ په وسيله د برېښنا توليد، د پاکو انرژيو پرمختګ او د هوانوردۍ په شمول ځينو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه سلامشورې وکړې. موږ ګډې نظريې لرو چې د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ همکارۍ پراخې ساحې او ښه راتلونکې لري. موږ د معاملو له ازادۍ او اسانتياوو څخه ملاتړ کوو او موافقه مو وکړه چې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ به پياوړې کړو او د چين او د خليج د همکاريزې ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګريزې سيمې د جوړونې په اړوندو خبرو اترو کې د ريښتنی برياليتوب د ژر تر لاسه کولو لپاره به په ګډه کوښښونه وکړو. ))

عبدالله بن زاهد پر دې ټينګار وکړ چې عربي متحده امارات غواړي له چين سره همکارۍ نږدې کړي. هغه وويل، د چين پرمختګ او تر لاسه شوي برياليتوبونه د احترام وړ دي او په عربي نړۍ کې اغېزې يې مخ په پياوړتيا دي. عربي متحده امارات له چين سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او تل يې د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کړی او کوي يې. ده وويل

((موږ له چين سره د اړيکو د لا ټينګښت لپاره هڅې کوو او تل د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوو. موږ غواړو په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړو، له چين سره سوداګريز تګ راتګ پياوړی کړو چې عربي متحده امارات نه يوازې د نفتو او طبيعي ګازو په برخو کې د چين مهم همکار وګرځي، بلکې په منځني ختيځ کې د چين پولي مرکز، سوداګريز مرکز او لوژستيکي مرکز وګرځي.))

دواړو خواوو دا ګډ نظر څرګند کړ چې د هنر او کلتور په برخه کې همکارۍ د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده او موافقه يې وکړه چې بايد د ښوونې، کلتور او ځوانانو په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي. د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال د دواړو خواوو د تګ راتګ شمېر له شپږ لکو څخه زيات و. د ۲۰۱۶ د نومبر په لومړۍ نيټه عربي متحده اماراتو چينايانو ته هغه اجازه ورکړه چې له ويزې پرته دغه هېواد ته سفر کولای شي، له دې امله ښايي سږ کال به دغه شمېر له يو مليون څخه هم اوښتی وي.

دواړو خواوو د سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې. وانګ يي وويل، له فساد سره د مقابلې په برخه کې د چين او عربي متحده اماراتو تر منځ همکاريو ښه پرمختګ تر لاسه کړی دی. ده وويل

(( ما له وزير عبدالله سره له فساد سره د مقابلې او غير قانوني د اړوندو مجرمينو او پيسو د نيولو په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې او د ده مثبت ځواب مې تر لاسه کړ. په دغو برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ په ښه لوري روانه ده او څرګند برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. عربي متحده امارات به په هېڅوجه د اړوندو مجرمينو پټنځای و نه ګرځي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای