CRI Online

ايران په امريکا او کاناډا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايي بکسونو د ځای پر ځای کولو لپاره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 17:06:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بحرام قسيمي د می په ٣مه نېټه وويل د ايران ټولو دپلوماتيکو ډلو د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تياريانې کړې تر څو په نورو هېوادونو کې د ايران اوسيدونکي په رايګيرې کې برخمن وي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په امريکا او کاناډا کې د رايي بکسونو د ځای پر ځای کولو لپاره کوښښ کوي.

وياند وويل ايران به له دپلوماتيکې لارې تر وسی پورې کوښښ کوي چې په امريکا او کاناډا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايي ورکولو لپاره د بکسونو د ځای پر ځای کولو اجازه نامه تر لاسه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای