CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: سياسي لار د سوريې بحران د حلولو يوازينې سمه لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 17:07:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ٣مه نېټه په بيجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل سياسي لار د سوريې بحران د حل و فصل يوازينې سمه لاره ده.

د خبر له مخې د سوريې مسئلې په هکله د استانا نړيواله غونډه به د می له ٣مې نيټې څخه تر ٤مې نيټې پورې تر سره شي، خو د دغې مسئلې په هکله د اړوندو خواوو تر منځ توپيرونه زيات دي. ګنګ شوانګ وويل چې د استانا د خبرو اترو هدف په سوريه کې د اوربند عملي کېدو ته ضمانت ورکول دي. د چين په اند سياسي لار د سوريې بحران د حلولو لپاره يوازينې سمه لاره ده. موږ هېله لرو چې د نړيوالې ټولنې اړوندې خواوې د خبرو اترو له لارې همغږۍ پياوړې کړي، صميميت څرګند کړي او باور ټينګ کړي چې په ژنيو کې د خبرو اترو د راتلونکې پړاو لپاره واقعی پرمختګ ومومي او د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل په بهير کې خدمتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای