CRI Online

شي جين پينګ له رودريګو دوترتي سره تلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-03 20:03:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۳ مه نېټه د فليپين له ولسمشر رودريګو دوترتي سره تلفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې تېر کال مې له ولسمشر صاحب سره دوه ځلې کتلی و او د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو د ښه والي او پرمختګ په اړه مهمو ګډو موافقو ته رسيدلی يو چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ښې شوې دي. اوس د دواړو خواوو ترمنځ سياسي اعتماد ژور شوی، په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پيل شوې او د جنوبي سمندر په اړه د خپلمنځي خبرو لار هم جوړه شوې ده. دا د دواړو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د اسيايي ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ټولنې لخوا وستايله شوه. چين او فليپين به د دوستانه ګاونديتوب او همکارۍ پر لوري ټينګار وکړي او خپلمنځي همکارۍ ته به وده ورکړي ترڅو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

دوترتي وويل، چې زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍاو يووالي په پياوړتيا او د همکارۍ په اعادې او پرمختګ خوشحاله يم. فليپين به له چين سره د خپلمنځي اړيکو د ښه والي او پرمختګ د تمايل ساتنه وکړي او د اسيان د رئيسه هېواد په توګه به د اسيان او چين ترمنځ د اړيکو او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای