د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: پر شمالي کوريا د امريکا د جنګي الوتکو لخوا د ذروي بم د اچول کېدو تمرين په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د می په ٣مه نېټه په بيجينګ کې وويل چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې چې يو پر بل تحريکي عملونه پای ته ورسوي.
د خبر له مخې، د امريکا د بي -لومړی بي په نوم دوو ستراتيژيکو جنګي الوتکو د می په لومړې نېټه په ګواهان کې د امريکايي پوځ له اډې څخه حرکت وکړ او د همدې ورځې غرمه د جنوبي سمندر په ختيځ د دغه هېواد له هوايي پوځ سره يې ګډ تمرين تر سره کړ. جنوبي کوريا وايي چې د امريکا جنګي الوتکو د شمالي کوريا پر عمده موخو د ذروي بمونو د اچولو تمرين تر سره کړ چې دغه لمسونکی عمل به په کوريا ټاپووزمه کې د جګړې هڅونه وکړي.
ګنګ شوانګ په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوس د اړوندو خواوو پوځي تمرين لا هم روان دی او د کورياټاپووزمې حالات ډېر حساس او پيچيلی دی. چين د هرې خوا له هغو عملونو او خبرو مخالفت کوي چې د ترينګلتيا ته سبب کيږي او سيمه يزې سولې او ثبات ته زيانونه رسوي. اوس بايد د ترينګلتيا د ارامولو لپاره خبرې او سلامشورې بيا پيل کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |