CRI Online

په مالي کې د م م د ثبات ساتنې ډلې پر يوې اډې بريد وشو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 08:48:15

سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې د درېيمې نېټې په مازديګر، په مالي کې د م م د ثبات ساتنې ډلې پر يوې اډې بريد وشو چې له امله يې يو سوله ساتونکی ووژل شو او نهه نور ټپيان شول.

يادې ډلې د يوې خبري اعلاميې په خپرولو سره وويل، څلور سخت ټپيان د مالي پلازمينې ته ولېږدول شول، په دې بريد کې د عامو وګړو مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې. يادې ډلې د اډې پر شاوخوا سيمه کې د امنيت ساتنې تدبيرونه پياوړی کړي دي او د بريدګرو د لټولو لپاره اکتشاخی الوتکه په کار ولوېدله.

په مالي کې د م م د ثبات ساتنې ډلې په دې اعلاميه کې د دې بريد تر ټولو سخته غندنه وکړه او له بېلا بېلو خواوو څخه يې وغوښتل چې د بريدګرو د نيولو لپاره کوښښ وکړي. تر اوسه پورې هيچا يا سازمان د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای