CRI Online

امريکايي پوځ په يوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره بالستيک توغندی وويشت

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 08:48:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا پوځ د مې په درېيمه نېټه د کاريفونيا ايالت د واندنبرګ په هوايي اډه کې د مېلشو درېيم نمبر بالستيک توغندی وويشت. دا په يوه اوونۍ کې د امريکا لخوا د بالستيک توغندي دوهمه ازمويښتی ويشتنه ده.

اوس په امريکا کې کابو څلور سوه او پنځوس د مېلشو درېيم نمبر بالستيک توغندي شتون لري.

د اپرېل په شپږويشتمه نېټه، د امريکا پوځ د واندنبرګ له هوايي اډې څخه يو داسې توغندی وويشت، دوه ورځې وروسته شمالي کوريا د امريکا د دې عمل غندنه وکړه او دا نظر يې څرګند کړ چې د امريکا د دې عمل موخه پيونګيانګ دی. (شکريه)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای