د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می په ۳مه نېټه وويل چې امريکا به د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د هراړخيز سوله ييز موافقه ليک د لاسليکېدو لپاره کوښښ وکړي.ښايي دغه موخه به تر سره شي.
ټرمپ دغه خبرې په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د فلسطين له ولسمشر محمد عباس سره په تلويزيوني وينا کې وکړې.هغه وويل چې امريکا به د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د منځګړيتوپ لپاره اړين تدبيرونه ونيسي ترځو موافقه ليک لاسليک شي.عباس باور څرګند کړ چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د دايمي شخړو د حلولو لپاره وروستي لايحه به رامنځته شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |