CRI Online

لي که چيانګ د دنمارک له صدراعظم سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 08:51:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په درېيمه نېټه ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د دنمارک له صدراعظم لارس لوکي راسموسن سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې دنمارک يو داسی لويديځ هېواد دی چې په ډېر وختي توګه يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وې ،او په اوږده موده کې يې د يو چين د پېژندلو تګلاره غوره کړې او کوي يې.د چين او دنمارک ترمنځ د اړيکو بنسټ کلک دی او پرمختيايي حالت ښه ساتل شوی او د خلکو ترمنځ دوستي نورهم ټپينګه شوې ده. چين غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د ټينګښت په لسمه کاليزه کې متقابل باور لا ټينګ کړي، خپلمنځي همکاري دې پياوړی کړي تر څو د چين او دنمارک ترمنځ اړيکې او همکاري نوی پړاو ته ورسول شي.

راسموسن وويل چې دنمارک په شمالي اروپا کې لومړی هېواد دی چې له چين سره يې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړې وې، او د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي او له چين سره د يادو اړيکو پرمختګ د دنمارک د ديپلوماتيکو چارو مهم ټکی دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای