CRI Online

د بريتانيا لومړې وزيرې پر اروپايي ټولنې تور ولګاوه چې د بريتانيا پر ټولټاکنو د اغيزه اچولو نيت لري

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 09:01:21

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړې وزيرې تريسا مې د مې په درېيمه نېټه د اروپايي ټولنې پر يو څه چارواکو تور ولګاوه چې د بريتانيا پر ټولټاکنو د اغيزه اچولو نيت لري.

تريسا مې وويل، په تيرو څو ورځو کې، که څه هم د اروپايي هېوادونو مشرانو مناسب دريځ ونيوه، خو د بروکسيل يو څه چارواکي لا هم نه غواړي له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د بېلېدو خبرې اترې بريالې شي، نه غواړي بريتانيا په مداوم ډول سمسورتيا وساتي. هغې دې ته اشاره وکړه چې دغه چارواکي به د بريتانيا پر ټولټاکنو بده اغيزه ولګوي.

له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو چارو په اړه د بريتانيا وزير داويډ داويس پر دې ټينګار وکړ چې بريتانيا به له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو لپاره ګڼ شمېر پيسې تاديه نه کړی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای