CRI Online

په پاکستان کې د اوبو سرچينو د کمبود خطر رامنځته شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-04 09:22:46

د پاکستان د تجارتي ريکاردر ورځپانې د خبر له مخې، د مې په دوهمه نېټه، د ګډو ګټو کميټې غونډه په پاکستان کې تر سره شوه او پکې د اوبو سرچينو د دولتي پاليسيو په باب خبرې اترې وشوې. د مالوماتو له مخې، په پاکستان کې د هر تن پر سر د اوبو اندازه له ۵۲۶۰ مکعب مترو (۱۹۵۱م کال) څخه ۱۰۰۰ مترو (۲۰۱۶م کال) ته کمه شوې. له دې امله چې د پاکستان د نفوسو شمېر په چټک ډول د زياتوالي په حال کې دی، د اوبو سرچينو د کمبود خطر به لا سخت شي او ښايي تر ۲۰۲۵م کال پورې به د هر تن پر سر د اوبو اندازه ۸۶۰ مکعب مترو ته کمه شي چې دا به پر کرنيزو چارو او انساني روغتيا سخت فشار ولګوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای